نظم
د نظرخاوندانو
ګل پاچا الفتکه ديد نه وي نه تياره او نه رڼا شته
نه د لمر او د سپوږمۍ څه تجلا شته
نه ماښام نه يې سحر کله ليدلی
نابينا کره نه شپه او نه سبا شته
نه ښايست لري نه قدر نه نازونه
د ړندو کورکې که هر څو ښه ليلا شته
ښه کتاب دناپوهانو په نظر کې
تش کاغذ دی نه يې خط نه يې معنی شته
هر څه شته دی څه چې غواړې په دنيا کې
په دې شرط که در سره سترگې بينا شته
ته شاهد د ښو او بدو د جهان يې
څه چې گورې که يې نه وايې سزا شته
له ړندونه د ليدو پوښتنه نه شي
له بينانه تپوسونه د هر چا شته
د دوه سترگو وظيفه ده ډېره گرانه
څوک چې سترگې پټوي په لار کې څا شته
پېژندل د ښو اوبدو ډېر مشکل دی
ډېرې پټې گډې وډې مدعا شته
د دنيا له علايقو کله خلاص دی
سل پيونده په خرقه کې د گدا شته
ما دخدای کتاب ليده دچا په غېږ کې
چې نظر يې په مالونو زما او ستا شته
حق چې هر څومره صريح وي هومره ښه وي
خوله شعر سره بله تقاضا شته
چې په خوب کې ترې ويرېږم له هيبته
راسره وحشي فکرونه څه بلا شته
چې نه صبر نه سکون شم ترې موندلی
هسې خيال هسې مضمون هسې سودا شته
وايي يوڅه کوي بل څه غواړي بل څه
په جهان کې ډېرې پټې معما شته
سل مطلبه سل غرضه په هر باب کې
که پوهېږې په بل خط بل املا شته
کارواني او غل په يو شان ليدلی کېږي
بيا لا وايي هرې شپې پسې سبا شته
نه پوهېږم مقصد څه دی نغمه څه ده
خو عالم کې شروشور،زوږ او غوغا شته
خدای خبر چې سازول که ورانول کا
مگر خاورو گټو باندې مشغولا شته
د دنيا گردو غبارکې هر څه ورک دی
مگر حق او حقيقت سره رڼا شته
غړول د سترگو گران ښکاري هر گوره
ډېرې دوړې او گردونه په هوا شته
پټې سترگې که تېرېږی خطر نشته
درسره که څه سودا د محشر نشته