نظم

د پښتنولۍ نغمه

ګل پاچا الفت

لباسي به درته وايمه جانانه

که دې پرېښوده د پلار نيکه خويونه

پښتنې به درته وايي بې ايمانه

که پښتو شوه درنه پاتې ای پښتونه

واخله درس د سربازۍ ته له پتنگه

لوی صفت د پښتنو الی قربانی ده

ډېر اوچت دی په معنی کې له اسمانه

د وطن د شهيدانو بيرغونه

گوره نه شې د غيرت ځایکې ستومانه

مرگ بهتر دی د بې ننگو له ژوندونه

ورته گران وي له هر چا پس له ايمانه

څوک چې نه ژغوري دننگ ځای کې سرونه

حق ظاهر شو ستا دتوری له برهانه

تامات کړی سومنات دی ای پښتونه

ځان قربان کړه د پښتون له نام و ننگه

که آرزو دې د خپل ځان قدرداني ده

بده نکړې په هېڅ شان د پښتون رنگه

پښتنو کې ويرېدل بې ايماني ده

پښتانه زلمی هر وخت دننگ د پاره

نه په سر خپل ايسار شوی نه په مال

پښتنو کې تېره شوی دغه لاره

چې دننگ په ځای کې مرگ گڼي کمال

ستا نيکونو ای پښتونه باوقاره

فخر کړی دی هروخت په توره ډال

پښتنو کې لوی صفت دی پښتنوالی

ورته ښکاری له هر څه زړورتوب

د هر قام په نزد تغيير کوی ښه والی

پښتنو کې دی په توره مينتوب

نه وي خوښ د پښتنو جونو ښوی والی

نه بې ننگ او بې مړانې ښکليتوب

بت دخوف او ويرې مات کړه په جرئت خپل

که په دين دابراهيم يې په رښتيا

بيا ښکاره کړه په دنيا کې حقيقت خپل

ددې عصر سحر مات کړه په امسا

ونازېږه په جرئت او شجاعت خپل

ستا دتورې برېښ ليدلی دی دنيا