نظم

د پښتون حال

ګل پاچا الفت

باغ و بڼ يې بې بلبل بې عندليبه

رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه

څو په لوږه څه په تبه څه په تېغ مری

ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه

که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې

خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه

ناپوهی خواره خواري ده او پښتون دی

کوريې وران کار يې گډوډ او بې ترتيبه

لاس يې يوځای سر يې بل ځای پښه يې بل ځای

پښتانه ټوټې ټوټې دی بې ترکيبه

نه ډوډۍ لري نه پوهه نه تعليم څه

بې له تورې نور له هر څه بې نصيبه

چې رشتين خادم يې وينم بېنوا دی

پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه

که غمخور همدرد خواخوږی او دردمند يې

ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه

توره مه ستايه هنر ورلره ستايه

چې نور هم نشي مجروح پښتون اديبه