غزل

د رحمان و زېړي رنگ وته نظر کړه

رحمان بابا

د رحمان و زېړي رنگ وته نظر کړه

چې مدام په تا پسې کاندي ژړا

که څوک يار په جهان غواړي يار دی دا

يار دی دا که د جهان سنگار دی دا

خيال د زلفو يې زما تر زړه چاپېر شه

يا تر گنجه چاپېر شوی مار دی دا

دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

تر عشق غوره بل هېڅ کار په جهان نشته

تر همه کارونو غوره کار دی دا

بې له عشقه روزگارونه واړه پوچ دي

که روزگار دی خو بهتر روزگار دی دا

هېڅ بلبل به د گل نوم اخيستی نه و

که خبر وی چې گل نه دی خار دی دا

بيا راتله و دې جهان ته بل وار نشته

بل وار نشته، بل وار نشته، وار دی دا

د حباب عمر دې وگوري چې څو دی

که څوک شمار کاندي دعمر شمار دی دا

د مجنون صورت په زړه کړه رحمان گوره

ستا په عشق کې هسې خوار و زار دی دا