نظم

د شاعر ترنم

ګل پاچا الفت

په موجونو سپور ټيټېږي او جگېږي

ترقي ده د موجونو طلاطم

مساوات د نر او ښځې به همدا وي

چې مېرمني لري حق د تقدم

که هر څه شي ورور به نه شي دخوارانو

نازولی ځوی د ناز او تنعم

د قيامت انتظار څه کړی د همدا اوس شته

چا ته حوری غلمان چا ته جهنم

وخت د قيل او د قال نه دی حال ته گورئ

اوس د حال په ژبه کېږي تکلم

ژبه بنده قلم بند فکر بندي دي

د حال ژبه بنده نکړ تظلم

غمازان بړ بړ غږيږي نور ټول غلی

يو شاعر د ځان سره کړي ترنم

خلک ځکه وي چوپ ناست ماتمخانه کښې

چوپتيا ده ډېر ښه اظهار د تالم

څه چې بولي واقعي او حقيقي څوک

تو هم دي تو هم دي توهم