غزل
د شرابو مستي زر شي نېست و هسته
خوشحال خان خټکد شرابو مستي زر شي نېست و هسته
لايزاله مستي نه درومي له مسته
چې مې نوم په جهان لاړ شو د رنديه
د رنديه کار به نه پرېږدم له دسته
که بادشاه يې په زندان کا، غم يې نه وي
د ازادو ازادي ده له السته
نه ياري شته، نه خپلوي، واړه غولول دي
چې خبر شوم د وگړي له بربسته
د ښاديه په اميد اوسي په غم کې
تل په شپه پسې رادرومي ورځ پيوسته
په ادراک له قهره نه گوري ساحل ته
هغه کب چې وېره وويني له شته
د عاشق خاطر او خيال لکه درياب دی
چې حيه يې کله لوړه کله پسته
د خوشال له زړه د يار محبت نه ځي
لکه مينه د خپل بت له بت پرسته