غزل د شرابو مستي زر شي نېست و هسته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د شرابو مستي زر شي نېست و هسته لايزاله مستي نه درومي له مسته 02 چې مې نوم په جهان لاړ شو د رنديه د رنديه کار به نه پرېږدم له دسته 03 که بادشاه يې په زندان کا، غم يې نه وي د ازادو ازادي ده له السته 04 نه ياري شته، نه خپلوي، واړه غولول دي چې خبر شوم د وگړي له بربسته 05 د ښاديه په اميد اوسي په غم کې تل په شپه پسې رادرومي ورځ پيوسته 06 په ادراک له قهره نه گوري ساحل ته هغه کب چې وېره وويني له شته 07 د عاشق خاطر او خيال لکه درياب دی چې حيه يې کله لوړه کله پسته 08 د خوشال له زړه د يار محبت نه ځي لکه مينه د خپل بت له بت پرسته Dictionary meaning × Headword