غزل د ستا درد به په هزار درمان ور نه کړم رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د ستا درد به په هزار درمان ور نه کړم دانسته به دغه سود په زيان ور نه کړم 02 که څوک راکاندي دنيا او عقبی دواړه عاشقي به دې په اين و آن ورنه کړم 03 که مې چرې لاس د ستا په بوسه بر شي دا نعمت به د جنت په خوان ور نه کړم 04 څو مې تېغ په پهلو نه دی بلوڅېدلی ستا پهلو به و رقيب آسان ور نه کړم 05 که يو ځله مې ستا زلفې په لاس کښېوځي يو وېښته به دې په درست جهان ورنه کړم 06 څو ونه وينم ستا سترگې که يې خدای کا عزرائيل لره به هومره ځان ورنه کړم 07 معشوقې د عاشقانو دين ايمان دي زه به چا لره خپل دين ايمان ور نه کړم 08 ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څه دي په خاشاک به د چمن ريحان ور نه کړم 09 په رحمان د ستاد لبو مې حرام دي څو د خپلو وينو جام تاوان ور نه کړم د قاموس مانا × اصلي کلمه