نظم د سجده سهو فصل خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 اوس بيان د سجده سهو کړم و تاته ای مؤمنه د زړه غوږ باسه و ماته 02 که په فرض يا په واجب کې تاخېر وشي چې يې هېر کا په نمانځه کې تقصير وشي 03 که سجده د سهو و کا په نمانځه کې د نمانځه نقصان يې ورک شي په دا کړه کې 04 بويه دا چې دواړه لوريه سلام ولي لغه پسه دې سجده په تمام ولي 05 په نمانځه کې که څو سهوې له چا وشي په يوه سجده يې واړه سهوې وشي 06 هر امام چې امامت که ستا دوړاندې دده سهوه هم تاوان ده په تا باندې 07 مقتدي که په نمانځه کې فراموش شي عيب نشته مبتدي يې پرده پوښ شي د قاموس مانا × اصلي کلمه