نظم د سجده سهو فصل Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوس بيان د سجده سهو کړم و تاته ای مؤمنه د زړه غوږ باسه و ماته 02 که په فرض يا په واجب کې تاخېر وشي چې يې هېر کا په نمانځه کې تقصير وشي 03 که سجده د سهو و کا په نمانځه کې د نمانځه نقصان يې ورک شي په دا کړه کې 04 بويه دا چې دواړه لوريه سلام ولي لغه پسه دې سجده په تمام ولي 05 په نمانځه کې که څو سهوې له چا وشي په يوه سجده يې واړه سهوې وشي 06 هر امام چې امامت که ستا دوړاندې دده سهوه هم تاوان ده په تا باندې 07 مقتدي که په نمانځه کې فراموش شي عيب نشته مبتدي يې پرده پوښ شي Dictionary meaning × Headword