غزل

د تقوی لافې وهي د صادقۍ

خوشحال خان خټک

د تقوی لافې وهي د صادقۍ

په قاضي گوهان تېر د فاسقۍ

په رښتيا خبر و هم متردد يم

په وسواس کړم د عالم منافقۍ

دا چې وايي څوک به هست کړم ، څوک به نېست کړم

سکه دعوا کاندي سړي د خالقۍ

که عذرا په ملک کې شته مخ دې ښکاره کا

زه په تن کې زړه لرم د وامقۍ

آدم زاد په تفاوت سره پيدا دي

يو په بل تېری لري د فايقۍ

د بزرگانو په مسند هغه نستۍ کا

چې لري واړه اسباب د لايقۍ

ننگياليو سره وېره د سر نشته

سر سړی پرې کا د خره په سارقۍ

نمر په گوته پټاوه نه شي خوشاله!

هيڅ منکر مه شه له خپلې عاشقۍ