غزل د تقوی لافې وهي د صادقۍ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د تقوی لافې وهي د صادقۍ په قاضي گوهان تېر د فاسقۍ 02 په رښتيا خبر و هم متردد يم په وسواس کړم د عالم منافقۍ 03 دا چې وايي څوک به هست کړم ، څوک به نېست کړم سکه دعوا کاندي سړي د خالقۍ 04 که عذرا په ملک کې شته مخ دې ښکاره کا زه په تن کې زړه لرم د وامقۍ 05 آدم زاد په تفاوت سره پيدا دي يو په بل تېری لري د فايقۍ 06 د بزرگانو په مسند هغه نستۍ کا چې لري واړه اسباب د لايقۍ 07 ننگياليو سره وېره د سر نشته سر سړی پرې کا د خره په سارقۍ 08 نمر په گوته پټاوه نه شي خوشاله! هيڅ منکر مه شه له خپلې عاشقۍ Dictionary meaning × Headword