غزل

د يار مخ که په ظاهر له ما جدا شو

خوشحال خان خټک

د يار مخ که په ظاهر له ما جدا شو

په باطن کې هر زما راته نمود دی

دعاشق د آه او غشي وېره بويه!

چې توبری يې تمامي زهر آلود دی

دا اسمان چې سراسر کبود ليده شي

پرې پوهېږي پورته لاړ د زړونو دود دی

بيا زما طالع مدد وکړ په خداېږو

چې رقيب د يار له لوريه نه مردود دی

دجهان ښاديې کل واړه زما دي

غم مې کل واړه په بخره دحسود دی

دخپل ور خاورې که ور کا ځان يې واخلي

دخوشال خټک په دا سودا کې سود دی