غزل دا زه يم چې حاصل راته عرفان دی دتعمير امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دا زه يم چې حاصل راته عرفان دی دتعمير فطرت څخه نور څه دي، خو سامان دی دتعمير 02 زغمجن اوسه، تخريب که دالفت وي په ظاهر غافل چې نه شې راز پکې پنهان دی د تعمير 03 له کلکې ارادې جهان باقي ده عبارت مېږی هم په دې لار کې سلېمان دی دتعمير 04 ای عشقه هم گرانې دې اسانې کړې زما اسان دې راته هغه کړو چې گران دی دتعمير 05 بنياد د محبت مې چې تر څو وي سلامت ژوندی تر هغه وخته مې ارمان دی دتعمير 06 پېرې د لېونتوب دي چې راځي په سړيتوب روغ نه شو، تل مې څيرې گرېبان دی دتعمير 07 سېلاب د بېلتانه که نړول کړي په دا څه؟ همت مې مېړنی، غښتلی ځوان دی د تعمير 08 ټول ستا د يونظر او التفات دی برکت تر اوسه زما عزم چې افغان دی د تعمير 09 حمزه که څو لرمه زه دماغ د پښتانه باک نشته دی چې زړه مې مسلمان دی د تعمير د قاموس مانا × اصلي کلمه