نظم
د ژوند د ستور
ګل پاچا الفتد يوه مرگ د بل ژوند دی
د طبيب ژوند په رنځور
د ژوندون دود و دستور
کله ځوی او کله لور
ظلم جبر، انصاف عدل
خير غوښتنه کله چور
که واده يې دی که غم دی
د څار وو په وينو سور
په مذهب د جبر هر څوک
پيدا شوی دی مجبور
گوډ تيمور کله منلي
گوډ عذرونه د معذور
ماتوي غرور، د نورو
څوک چې ډېر لري غرور
د بد رنگی په نظر کښې
ښه مخونه وي منفور
د نظر محوه کول وي
د ړانده ظلم منظور
په ژړا د خلکو خاندي
په غمو يې وي مسرور
زړه يې هغه وخت يخېږي
چې جهان کړي سور تنور
ده مړښت د استعمار ته
عالمي لوږه ضرور
کوم پرهار چې نه جوړېږي
ترې جوړ زخم د ناسور
د حق ژوند دی حقيقت کښې
مرگ او مړينه د منصور
تربگني را ژوندۍ کېږي
په وژلو د تربور
چې يو کلی په مرگ وران شي
گورستان يې شي معمور
آلفت موندلی فيض له الفته
ښه ده چې نه دی د چا مرهون
د خوشحاليو روڼ سباوون
تورو تيارو کښې د غم شبخون
تحولونو د زمانې
گردش د ستورو دور د گردون
د زورورو جاه و جلال
مال و منال د فرعون قارون
دم او دعا د پيرو فقير
قهر او مهر د همايون
نصيحتونو د حکيمانو
عقل او فکر د افلاطون
په ما ونکړ هغه اثر
چې په زړه وکړ د عشق جنون
کړمه له هر څه زه بې نيازه
زړه کښې سازونو د ارغنون
گنج د دولت مې په خوابو کښې
وموند چې عشق کړم خزان زبون
هنر د شعور راته عطا کړ
گلگون رخسار په، ډېر جگرخون
د شعر تورو کښې وينم گورم
د سترگو تور د، ليلی مجنون
بصارت شولو بصيرت زړه کښې
د سترگو نور دی، د زړه مضمون
په اکسير باندې د محبت
د مهرويانو په يو افسون
زه بېخي بل شوم بل مې جهان شو
بدل مې يون شو بدل مې تون
ظاهري نه دی جسماني نه دی
څوک ليدی نشي زما بدلون
زه هغه نه يم اوس چې پخوا وم
دی زما کله زما پرون
ما وليد بل چا ليدلی نه دی
له خپله ځانه د ځان بېلتون