غزل
دل و دين مې هغې ترکې کړه رها
رحمان بابادل و دين مې هغې ترکې کړه رها
لا يې نه حسابوي د ځان بها
د ښايست صفت يې څو کوم حيران يم
په هېڅ رنگ يې موندی نه شي انتها
د صورت له عيبه هسې پاکيزه ده
لکه ذات د وېښته نشته دی په ها
که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته
تل په گنج باندې پراته وي اژدها
لکه نمر هسې جلوه کا په شفق کې
چې په سر کاندي اوړنۍ د سها
نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم
چپ و راست مې رقيبان دي هزار ها
خدای دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې
لکه زه د يار په غم کې يم تنها
همېشه د بېلتانه په غم کې لولم
زه رحمان اعوذ بالله منها