غزل

دلربا که د خپل حسن مخ عيان کا

رحمان بابا

دلربا که د خپل حسن مخ عيان کا

ډېر بې غمه جمع زړونه به لړزان کا

په کشور د صابرۍ به قيامت شي

اسرافيل غوندې اواز به هر نالان کا

چې يې جام د لعلو لبو وي نوشلی

پيمانه دځيگر خون په دا تاوان کا

د جبين په چين يې هسې رنگ پوهېږم

چې محراب به دگايلو زړونو وران کا

د پرېشان گيسو دليل يې عين دا دی

چې وابست زړونه په دا رنگه پرېشان کا

که جلوه يې د جمال شي معينه

په شعله به نمر سپوږميه سوی نان کا

که د باد گذر يې وي و خاک پای ته

د ړندو سترگو دارو به خدای اسان کا

که شانه په تورو زلفو باندې کېږدي

مښک عنبر به د يوې پيسې ډېران کا

تورې زلفې يې هم مښک دي هم عنبر دي

خو زما له کم بختۍ يې خدای ماران کا

که پلو له مخه لرې کا رحمانه

په ديدن به هندوان واړه مسلمان کا