غزل دلربا پسره! راشه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دلربا پسره! راشه ای زېبا بشره! راشه 02 چې د شهر ښايسته دي تر هر چا بهتره! راشه 03 سر تر پايه واړه ناز يې زما ناز پروره ! راشه 04 په خوږو خبرو شهده! په خندا شکره! راشه 05 چې دې نه وينم هيڅ عيب تمامي هنره! راشه 06 توره شپه دې تورې زلفې په ښه مخ سحره! راشه 07 دسما قمر به سو کړم د غبرا قمره! راشه 08 د راتلو لارې دې گورم ای زما دلبره! راشه 09 څه به وايم چې بې تا مرم ای په زړه خبره! راشه 10 چې په څو تر و تازه ځې د چندڼ شجره! راشه 11 چې دې نه ويني نور ړوند شي د خوشال بصره! راشه د قاموس مانا × اصلي کلمه