غزل دلربا پسره! راشه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دلربا پسره! راشه ای زېبا بشره! راشه 02 چې د شهر ښايسته دي تر هر چا بهتره! راشه 03 سر تر پايه واړه ناز يې زما ناز پروره ! راشه 04 په خوږو خبرو شهده! په خندا شکره! راشه 05 چې دې نه وينم هيڅ عيب تمامي هنره! راشه 06 توره شپه دې تورې زلفې په ښه مخ سحره! راشه 07 دسما قمر به سو کړم د غبرا قمره! راشه 08 د راتلو لارې دې گورم ای زما دلبره! راشه 09 څه به وايم چې بې تا مرم ای په زړه خبره! راشه 10 چې په څو تر و تازه ځې د چندڼ شجره! راشه 11 چې دې نه ويني نور ړوند شي د خوشال بصره! راشه Dictionary meaning × Headword