غزل
دم به نه وهې له خپله زوره، زره
خوشحال خان خټکدم به نه وهې له خپله زوره، زره
که يې ووينې يا واروې کوره کره
چې و تا وته نژدې شي هغه تور شي
په ستنه راځنې گرځه توره تره
يو يو هور دی چې شاهين ځنې الوځي
مښگيرک لکړ مکړ، له هوره هره
د سبا په باد نشاط وي د گلونو
که جنبش کا د بلبل له شوره و شره
پېشکشي غواړي د اوښکو مرغلرې
دا گوهر په دواړو سترگو واوره، وره
د خوشال شعر حلوا ده د شکرو
ستا په دا حلوا څه کار غول خوره خره!