غزل
دنيايي ياران چې طمع د دنيا کا
خوشحال خان خټکدنيايي ياران چې طمع د دنيا کا
عاقبت په يوه طمع ځان جدا کا
ديدني ياران په کار دي په دنيا کې
چې ياريه د ديدن په تمنا کا
د گونگټ مينه په غول په غوشايه ده
خاصگي مينه په گل باندې بورا کا
که په خپله رضا درومي چاره نشته
که زما په رضا درومي خوله به را کا
په بار بار د هغه باد منت راباندې
چې پلو په مخ نيولی مخ يې واکا
صد رحمت د عاشقانو په همت شه
چې په طمع د ديدن د سر سودا کا
په رقيب به يې بې تېغه مرگ روا شي
که دلبره د خوشال مقصود روا کا