غزل دنيايي ياران چې طمع د دنيا کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دنيايي ياران چې طمع د دنيا کا عاقبت په يوه طمع ځان جدا کا 02 ديدني ياران په کار دي په دنيا کې چې ياريه د ديدن په تمنا کا 03 د گونگټ مينه په غول په غوشايه ده خاصگي مينه په گل باندې بورا کا 04 که په خپله رضا درومي چاره نشته که زما په رضا درومي خوله به را کا 05 په بار بار د هغه باد منت راباندې چې پلو په مخ نيولی مخ يې واکا 06 صد رحمت د عاشقانو په همت شه چې په طمع د ديدن د سر سودا کا 07 په رقيب به يې بې تېغه مرگ روا شي که دلبره د خوشال مقصود روا کا Dictionary meaning × Headword