غزل

دواړه شونډې دې خوږې شکر پارې دي

خوشحال خان خټک

دواړه شونډې دې خوږې شکر پارې دي

د گلابو گل دې دواړه رخسارې دي

د هغه خوني څه باک دچا له مرگه

چې په تېغ يې روغې شوي منارې دي

چې دې لاف دسپينې خولې کا هغه سر خوري

په دربار دې د سرونو انبارې دي

د خپل يار کره دې گل نشته له باغه

د اغيار کره پراته په پشتارې دي

د دردمنو له آزاره وېره وکړه

ورځ و شپه يې ستا په ور باندې نارې دي

شېخه! ته راته د پند خبرې وايې!

چېمې غوږ ورباندې نه دی څه شمارې دي

په دا اور کې دې زما لمن ونه سوه

په هر لوري رسېدلې شرارې دي

حريفان ډکې پيالې اخلي له ورايه

د خوشال خټک په بخره نندارې دي