غزل دواړه شونډې دې خوږې شکر پارې دي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دواړه شونډې دې خوږې شکر پارې دي د گلابو گل دې دواړه رخسارې دي 02 د هغه خوني څه باک دچا له مرگه چې په تېغ يې روغې شوي منارې دي 03 چې دې لاف دسپينې خولې کا هغه سر خوري په دربار دې د سرونو انبارې دي 04 د خپل يار کره دې گل نشته له باغه د اغيار کره پراته په پشتارې دي 05 د دردمنو له آزاره وېره وکړه ورځ و شپه يې ستا په ور باندې نارې دي 06 شېخه! ته راته د پند خبرې وايې! چېمې غوږ ورباندې نه دی څه شمارې دي 07 په دا اور کې دې زما لمن ونه سوه په هر لوري رسېدلې شرارې دي 08 حريفان ډکې پيالې اخلي له ورايه د خوشال خټک په بخره نندارې دي Dictionary meaning × Headword