غزل

دواړه شونډې کړه په بيارته

خوشحال خان خټک

دواړه شونډې کړه په بيارته

در رېزي وکړه خپل يار ته

زه چې ستا و مخ ته گورم

زړه مې نه کېږي گلزار ته

گل له شرمه خولې پرېږدي

چې نظر کا ستا رخسار ته

که مې وار درباندې جوړ شي

منتظر يم و خپل وار ته

گله! دا درباندې ښايي

چې ځير ځير گورې و خار ته

که وفا کا، که جفا کا

يار، دم مه وهه اغيار ته

آيينې وته نظر کړه

که دې مينه شي گلزار ته

زار و چاته کړې خوشاله!

چې دې نه گوري څوک زار ته