غزل
دواړه شونډې کړه په بيارته
Khushal Khan Khattakدواړه شونډې کړه په بيارته
در رېزي وکړه خپل يار ته
زه چې ستا و مخ ته گورم
زړه مې نه کېږي گلزار ته
گل له شرمه خولې پرېږدي
چې نظر کا ستا رخسار ته
که مې وار درباندې جوړ شي
منتظر يم و خپل وار ته
گله! دا درباندې ښايي
چې ځير ځير گورې و خار ته
که وفا کا، که جفا کا
يار، دم مه وهه اغيار ته
آيينې وته نظر کړه
که دې مينه شي گلزار ته
زار و چاته کړې خوشاله!
چې دې نه گوري څوک زار ته