غزل
ډېر ياران وو د گل خان او جمال خان
رحمان باباډېر ياران وو د گل خان او جمال خان
په کار نه شه يو په وخت د زار ستان
د همه واړو يارانو مخ دې تور شي
که به څوک وبله ياري کا په دا شان
چې يو يار په سيوري پروت وي بل په اور کې
و هغو ته به څوک څه وايي ياران
هېڅ تعريف به يې په ژبه راونه شي
صد رحمت شه په يارۍ هم د گل خان
تر دا هورته د يارۍ شرطونه څه وي
چې په اور کې دواړه وسوځي يکسان
چې له آله له اولاده سره وسول
خدای دې نه کا څوک دا هسې مظلومان
چې په اور کې يو د بل دپاره سوځي
ما ليدلي نه وو هسې مخلصان
څه رنگ شوخ وو هغه اور او هغه خلک
چې يې مړ نه کړو د اوښکو په باران
الغياث دی الغياث دی الغياث
چې انسان کا هسې ظلم په انسان
د نمرود چارې مې وليدې په سترگو
چې يې اچول و اور ته مرسلان
هم دې ځمکې هم اسمان ته تعجب کړم
چې نه ځمکه په نارو شوه نه اسمان
هم دې لويو لويو غرونو ته حيران يم
چې ونه لوښته له وېخه سر غلطان
له دې خپله سپيه نفسه مې زړه بد شه
چې اوبه څښي يا خواړه خوري په جهان
عالم وايي چې قيامت به په جمعه وي
وليد ما په يکشنبه په دا دوران
سربندونه گويا دشت کربلا وو
چې سېلاب شه د سرو وينو پرې روان
هزار حيف دی چې دا هسې رنگې چارې
واقع کېږي د دنيا په سود و زيان
په عيسی او په جمال کې گناه نه وه
دا مکرونه وو د نفس و د شيطان
عزيزانو به په څه وبله وژلو
دا همه واړه تقدير دی د سبحان
هسې نه چې دا يې وکړه نور به نه کړي
چې يې زړه شي هغه کاندي بادشاهان
شاه عالم اعظم وگوره چې يې خسا کړ
په خونونو واړه ملک د هندوستان
ودارا او اورنگ زېب وته حيران يم
چې يې څه چارې واقع شولې تر ميان
د حسن حسين غزا دې څوک په زړه کا
چې همه واړه په تېغ شو شهيدان
دوه غاښي اوښه يې وينو رغړوله
هسې بې حسابه خلک شو طوفان
هر چې اهل د دنيا دي حال يې دا دی
که سړی دی که پېری دی که حيوان
ادم زاد په مخ د ځمکې وبله وژني
په درياب کې وبله غوښې خوري ماهيان
لکه غوښې چې ماهيان خوري په درياب کې
په هوا کې هم دغه کاندي مارغان
خزنده او پرنده دي ددې د هر
همه واړه يو تر بل مشت و گرېوان
مرداري ددې دنيا خو هم دغه ده
ځکه بېرته ځينې گرځي دروېشان
مکاري د زمانې څه هومره نه ده
چې رحمان يې کا وچا وته بيان