غزل

دوباره دې راتله نشته په دنيا

رحمان بابا

دوباره دې راتله نشته په دنيا

نن دې وار دی که دروغ کړې که رښتيا

هره چار چې تر وخت تېره شي عنقا شي

عنقا نه دی په دام نښتی د هېچا

تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي

نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بيا

تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی

مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا

که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاه دی

غره مه شه ددې عمر په بقا

هره نخښه چې صحيح گڼې په زړه کې

په غرور به دغه نخښه کړې خطا

په اميد اميد يې خلک نا اميد کړ

د ايام له مکره مه شه بې پروا

چې د مرگ په تماچه دې شي خوله ماته

ترو په ماته خوله به څه رنگ کړې ثنا

وېره ژلې ارتينې چې وينا وايي

تاته وايي که پوهېږې په وينا

هلک نه يې چې په زور دې څوک تعليم کا

هم عاقل يې هم بالغ يې هم دانا

په عمل د نېک و بدو فهم وکړه

چې په دا کې دې بهبود دی که په دا

سر دننه په گرېوان کړه سترگې روڼې

ډېر په پورته پورته مه ځه سر هوا

سر هوا سر هوا مه ځه و اسمان ته

ته په اصل کې له ځمکې يې پيدا

د عمل په ځای به دا پوښتنه نه وي

چې ته زوی يې يا نمسی يې د فلانا

په خپل ځان ښېگړه وکړه غره مه شه

په ښېگړه د ادې او د بابا

هغه ناوې چې په ځان ښايسته نه وي

څوک يې څه کاندي ښايست د مور او نيا

دا خبره زه و ځان ته کړم ای ياره!

دلگير مه شه که مې نوم واخيست د تا

نوم د ستا او د بل اخلم ځان ته وايم

نه مې کار نه مې غرض شته په بل چا

هر چې وايم همه واړه ځان ته وايم

دا عيبونه دي همه واړه زما

که مې ځای ددې غمونو وی په زړه کې

ما به څه لره کوله دا انشا

چې دمرگ سختې خوارۍ د ستا په خوا دي

ای رحمانه! ولې نه مرې لا پخوا