نظم
دروغ او رښتيا
ګل پاچا الفتپه رښتيا ويلو ډېر زړونه بدېږي
آزادي د فکر گرانه تمامېږي
سياست له حقيقت سره جوړ نه دی
چې دا يو خوشحالوم بل خفه کېږي
ښه پوهېږم دروغ خواږه رښتيا ترخه دی
دې خوږوته زما خوله کله جوړېږي
دا مونږ ټول ورته ړانده ښکارو که څنگه
چې دشرم کار کوي او نه شرمېږي
په رښتيا چې زورورنلري سترگې
په رښتيا چې سترگې سترگو نه زېرېږي
د هغه قاضي به څه راز قضاوت وي
چې قضا يې خپل حاجت ته منسوبېږي
دا ر ښتيا ده چې د دروغو منزل لنډ دی
يعنی دا چې سړی ژر ځای ته رسېږي
چې د چا په نوکرۍ سرلوړي کاندی
سر له دينه زيات هېڅکله نه ټيټېږي