غزل عشق ته مقابل چې شو لا هو شو په زور ووايه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عشق ته مقابل چې شو لا هو شو په زور ووايه حق دې دا ويل لکه د سيند يې په شور ووايه 02 چپ شولې جوړ ته د نصيحت رد عمل گورې بويه چې يې وگورې واعظه خونور وواييه 03 زړه دې چې مېنه د وصال په بدل ور کړلو خدای د پاره عشق خو ورته مه وايه پور ووايه 04 فصل وعدې خو دې پخلي ته نزدې شوی دی ښه که په خوله نه وايې د وروځو په لور ووايه 05 زنگ دماسوی چې آيينې د زړه نه پورته شو اوس چې شوې بې لوره نو هر لوري ته لور ووايه 06 مينې مېلمنه شوې د پښتون بې پته کېږه مه اوس لکه مېرمنې غوندې زړه ته مې کور ووايه 07 ژوند د دنيا څه دی؟ د فطرت د پسرلي يوگل جمع حمزه ښکاري، په ساعت ورته خور ووايه د قاموس مانا × اصلي کلمه