نظم عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا ژر نسکور خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا ژر نسکور په پخه ونه لا ښه لگېږي اور 02 آندرون د هر چا شين د عشق په شين دی دا يو اور دی لگېدلی لور په لور 03 چې په عشق کې څوک پېغور تړي په نورو هم په ده پورې به لک وي دا پېغور 04 زاهد ورچنې انکار کاندي له عشقه نل د من، ليلی مجنون لولي په کور 05 چې دمځکې د آسمان په منځ کې څه شته زه همه وينم له عشقه سپين وتور 06 زه حيران يم دا مې څه دي په گوگل کې چې په ورځ و شپه پرې تل وي شر و شور 07 په وصال کې سل هر اسه د هجران دي په هجران کې غم خو يو دی نه دی نور 08 جهان واړه کور دعشق دمحبت دی په خوشال باندې بانډه شه رنتهبور د قاموس مانا × اصلي کلمه