نظم عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا ژر نسکور Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا ژر نسکور په پخه ونه لا ښه لگېږي اور 02 آندرون د هر چا شين د عشق په شين دی دا يو اور دی لگېدلی لور په لور 03 چې په عشق کې څوک پېغور تړي په نورو هم په ده پورې به لک وي دا پېغور 04 زاهد ورچنې انکار کاندي له عشقه نل د من، ليلی مجنون لولي په کور 05 چې دمځکې د آسمان په منځ کې څه شته زه همه وينم له عشقه سپين وتور 06 زه حيران يم دا مې څه دي په گوگل کې چې په ورځ و شپه پرې تل وي شر و شور 07 په وصال کې سل هر اسه د هجران دي په هجران کې غم خو يو دی نه دی نور 08 جهان واړه کور دعشق دمحبت دی په خوشال باندې بانډه شه رنتهبور Dictionary meaning × Headword