غزل
عشقه په حواسو کې مې ستا نه دښمني شوه
امیر حمزه شینواریعشقه په حواسو کې مې ستا نه دښمني شوه
جوړه په ارمان او په خودۍ کې تربگني شوه
بڼ کې يې د زلفو د لېمو نه شوخي نه ځي
څه که نگهتي ورشو نصيب د غرڅني شوه
عمر چې په ځوړ شو، دومره پوهه شومه عقله
ژوند مې ستا د لاسه افسانه د لېوني شوه
وروځو ته مستي د بڼو لاړه سنجيده شول
زده د غشو کار شو مشغله يې تېغ زني شوه
وي په تريخ زبان خو د وصال وعده خوږه وي
نل د يار د لاس و خو مزه يې دگنی شوه
زړونه مسخر کړه د عنصرو تسخير څه کړې
گرد په دې هوا کې شېرازه د جرمني شوه
راغلې پسرليه چې ډېر ډېر وورېدمه
ستا په تصور مې د زړه سيمه گلشني شوه
سوی د شمعې ډېر دی قرباني د پتنگ زياته
حسن د سوز برخه شو شُهره د مېړني شوه
خود زما د عشق جونگڼه ستا په سر پرېوځي
خوی چې د سېلاب لرې شېوه دې بېخ کني شوه
اوس ورته وصال هم د زکات غوندې ښکارېږي
ځار د تصور نه خواره مينه مې غني شوه
مستو سترگو ستا چې زه حمزه بياباني کړم
اوس په تيندکونو مې څرمن د غرڅني شوه