غزل

اعتبار به په دنيا کوې تر کومه

رحمان بابا

اعتبار به په دنيا کوې تر کومه

دا رفتار به پسې شا کوې تر کومه

څو به پټ له مرگه گرځې سپينه ږېره

په روښانه ورځ به غلا کړې تر کومه

چې د د هر له يارانو وفا غواړې

صيادي به د عنقا کوې تر کومه

د پيرۍ علاج په ډانگ په لوړ نه شي

دغه کار به په عصا کوې تر کومه

ته چې پند وايې ناصحه و رحمان ته

شکايت به د قضا کوې تر کومه