نظم فصل - د مانځه د قراءت خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د نمانځه قرات فرض دی په مېړه په ښځه قرض دی 02 په اول دوه رکعته واجب شوي دي آيته 03 فرض خو يو آيت دی ياره ډېر سنت سره وشماره 04 که په پنۍ کې خطا شي لوست آيت په تشي بيا شي 05 يو آيت که ښه دراز وي چې يې ولولي نمونځ ساز وي 06 که کوتاه وي درې آيته د الحمد له صورته 07 په سبا کې چې آگاه دي يا چهل دي يا پنجاه دي 08 دېرش په وخت دماسپښين دي شل ديگر عشاء تعيين دي 09 سورتونه چې کوتاه دي د ماښام په وخت دلخواه دي 10 دا دې زده کا چې طالب دي قرات لوستل واجب دي 11 په آخر تش يو روشن دي چې الحمدُ لوستل سنن دي د قاموس مانا × اصلي کلمه