نظم فصل - د مانځه د قراءت Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د نمانځه قرات فرض دی په مېړه په ښځه قرض دی 02 په اول دوه رکعته واجب شوي دي آيته 03 فرض خو يو آيت دی ياره ډېر سنت سره وشماره 04 که په پنۍ کې خطا شي لوست آيت په تشي بيا شي 05 يو آيت که ښه دراز وي چې يې ولولي نمونځ ساز وي 06 که کوتاه وي درې آيته د الحمد له صورته 07 په سبا کې چې آگاه دي يا چهل دي يا پنجاه دي 08 دېرش په وخت دماسپښين دي شل ديگر عشاء تعيين دي 09 سورتونه چې کوتاه دي د ماښام په وخت دلخواه دي 10 دا دې زده کا چې طالب دي قرات لوستل واجب دي 11 په آخر تش يو روشن دي چې الحمدُ لوستل سنن دي Dictionary meaning × Headword