نظم

فصل د رکعتونو چې سنت دي

خوشحال خان خټک

عالمانو دي ويلي بې شبهته

چې سنت دي واړه دوولس رکعته

دوه په وخت د سبا، شپږ د نماز پښين دي

دوه په شام ، دوه د عشاء په وخت تعيين دي

که دې زړه وي چې ډېر ډېر ثواب حاصل کړې

نمازديگر به هم څلور سنته تل کړې