نظم
فصل د رکعتونو چې سنت دي
Khushal Khan Khattakعالمانو دي ويلي بې شبهته
چې سنت دي واړه دوولس رکعته
دوه په وخت د سبا، شپږ د نماز پښين دي
دوه په شام ، دوه د عشاء په وخت تعيين دي
که دې زړه وي چې ډېر ډېر ثواب حاصل کړې
نمازديگر به هم څلور سنته تل کړې
نظم
عالمانو دي ويلي بې شبهته
چې سنت دي واړه دوولس رکعته
دوه په وخت د سبا، شپږ د نماز پښين دي
دوه په شام ، دوه د عشاء په وخت تعيين دي
که دې زړه وي چې ډېر ډېر ثواب حاصل کړې
نمازديگر به هم څلور سنته تل کړې