نظم فصل - د تراوېح د نمانځه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دوه رکعته چې تمام کا بيا دې دوی هله سلام کا 02 که ضرور باندې قايم شي يونيت لس رکعته هم شي 03 په رکعت لس لس آيته يو هم شته له روايته 04 چېپه ورځ روژه لرينه تراوېح په شپه پرې دينه 05 په معنی هغه طعام شي چې نمک سره تمام شي 06 د روژې طاعت مرغه دی دواړه پرونو سره ښه دی 07 يو څانگ سپين دويم يې تور دی صدق اخلاص يې قوت دزور دی 08 چې سپين څانگ هغه روزه ده چې تور څانگ هغه يې شپه ده 09 چې يو څانگ دمرغه نه وي په يوه به يې تله څه وي 10 چې اداء فرض دعشا شي تراوېح هله روا شي 11 تر سحر پورې يې وخت دی پرې به پوه وي چې نېکبخت دی 12 واړه شپږ سو دي رکعته تراوېح دي تېر سو نيته 13 که زنان دي که مردان دي تراوېح باندې تاوان دي 14 شل رکعته هره شپه دي د روژې سره همره دي د قاموس مانا × اصلي کلمه