نظم

فصل - د تراوېح د نمانځه

Khushal Khan Khattak

دوه رکعته چې تمام کا

بيا دې دوی هله سلام کا

که ضرور باندې قايم شي

يونيت لس رکعته هم شي

په رکعت لس لس آيته

يو هم شته له روايته

چېپه ورځ روژه لرينه

تراوېح په شپه پرې دينه

په معنی هغه طعام شي

چې نمک سره تمام شي

د روژې طاعت مرغه دی

دواړه پرونو سره ښه دی

يو څانگ سپين دويم يې تور دی

صدق اخلاص يې قوت دزور دی

چې سپين څانگ هغه روزه ده

چې تور څانگ هغه يې شپه ده

چې يو څانگ دمرغه نه وي

په يوه به يې تله څه وي

چې اداء فرض دعشا شي

تراوېح هله روا شي

تر سحر پورې يې وخت دی

پرې به پوه وي چې نېکبخت دی

واړه شپږ سو دي رکعته

تراوېح دي تېر سو نيته

که زنان دي که مردان دي

تراوېح باندې تاوان دي

شل رکعته هره شپه دي

د روژې سره همره دي