نظم فصل - د هغه فعل چې خلل د نمانځه لري خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په لړم په مار که وکړې په نمانځه کې گوزار ښه کړې 02 د يوه گوزار غم نشته که دوه درې وي با ک هله شته 03 که د خدای له ترسه ژاړې په نمانځه کې به دې وياړې 04 که ته ژاړې له ماتمه يادوې جهان له غمه 05 نمونځ دې مات په دا ژړا شي که په ورو وي که نړا شي 06 که ته يو سر بل سر گورې په جامه لوبې کړې ښورې 07 يا ويښته نموړې په گوتو يا ځان ته نموړې په گوتو 08 دا شان هر فعل چې شينه د نمانځه خلل لرينه 09 يا يې نمونځ شي بې ثوابه يا يې درسته چار خرابه 10 که سرفه وي که عطسه وي لکه حق وي هسې ښه وي 11 که آخ اُخ په کې پيدا کړې خپل نمانځه لره بلا کړې 12 که ته حرف په کې پيدا کړې نمونځ دې مات په دا ادا کړې 13 که څوک باد د خولې پوکينه په آواز سره نمونځ ځينه د قاموس مانا × اصلي کلمه