نظم
فصل - د هغه فعل چې خلل د نمانځه لري
Khushal Khan Khattakپه لړم په مار که وکړې
په نمانځه کې گوزار ښه کړې
د يوه گوزار غم نشته
که دوه درې وي با ک هله شته
که د خدای له ترسه ژاړې
په نمانځه کې به دې وياړې
که ته ژاړې له ماتمه
يادوې جهان له غمه
نمونځ دې مات په دا ژړا شي
که په ورو وي که نړا شي
که ته يو سر بل سر گورې
په جامه لوبې کړې ښورې
يا ويښته نموړې په گوتو
يا ځان ته نموړې په گوتو
دا شان هر فعل چې شينه
د نمانځه خلل لرينه
يا يې نمونځ شي بې ثوابه
يا يې درسته چار خرابه
که سرفه وي که عطسه وي
لکه حق وي هسې ښه وي
که آخ اُخ په کې پيدا کړې
خپل نمانځه لره بلا کړې
که ته حرف په کې پيدا کړې
نمونځ دې مات په دا ادا کړې
که څوک باد د خولې پوکينه
په آواز سره نمونځ ځينه