نظم

فصل په باب دجهان د ناسازۍ کې

خوشحال خان خټک

چې جهان ناسازې کاندي

درست جهان کا لاندې باندې

په ازار ځنې نېکان وي

راضي من ځنې بدان وي

چې بد ذاته چې شرير وي

هم هغه دده وزير وي

په خپل عقل تميز نه دي

همگي دبل په خوله دي

يا راغلي په تړل دي

يا راغلي په شړل دي

چې بد ذات چې بد نسب وي

هم هغه يې مقرب وي

که قاضيان دي که مفتيان دي

دده واړه بد ذاتان دي

په خوله شرع شرع نوم وړي

دی د شرع حکم کوم وړي

پلار تړلی بادشاهي کا

سل ناحقه گمراهي کا

د دادخواهو زرآهونه

لور په لور اوجاړ ملکونه

سکه وروڼی قتال کړي

ده يې مال گنجونه وړي

د سکه وراره عورته

په ستم کړه فضيحته

زر ناسازې زر فساده

دم وهه له عدله داده

په دا هومره قباحت

دم وهه له شريعت

په دا هومره رسوايي

دم وهه له پارسايي

الحذر له دې زمان

الامان له دې سلطان

دا بادشاه نه دی بلا دی

چې راغلی په دنيا دی

شريعت په مخکې سپر وړي

په کې نغښتی خپل هنر وړي

په گفتار ثاني شفيق دی

په تکرار شقي تحقيق دی

څوک دي دا گومان ونه که

چې زه خوږ غندم يې ځکه

نه لا بند نه په زندان وم

چې دده مذمت خوان وم

لکه دی دده عمل و

ما ويلی لا اول و

هغه ورځ چې دی بادشاه شه

کار په هرلوري تباه شه

ما هاله زېرمه د ځان کړه

اقتضا مې رای دا شان کړه

چې دده له کاره تښی

په غره ځای ونيوی گوښی

زهمن خدای وته سپارلي

کاروبار پرې ومارلي

نوکري ده که منصب دی

اوس هم دوی لره عجب دی

دا مې فکر دا مې رای و

څه کړم حکم خو د خدای و

لکه خوار يې کور د پلار کړ

د ما کور يې هسې خوارکړ

ده خو ډېر بې خانمان کړل

ډېر کورونه يې ويران کړل

مکافات شته غم دې نه کا

دا يو گورو چې خدای څه کا