غزل فطرت چې منفعل د هر انسان پاتې کېده امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 فطرت چې منفعل د هر انسان پاتې کېده هم دا وه مدعدا چې مسلمان پاتې کېده 02 يو شی و په يو جز کې شو ښايست په بل کې عشق بې دې نه دا جهان فقط امکان پاتې کېده 03 احسان که د نقاب دې و نو و په نظر قسمت دی چې دا بار مې په چشمان پاتې کېده 04 خاطر د محبت و چې ارمان مې کړو د ژوند هېڅ پوه نه وم چې ژوند هم يو ارمان پاتې کېده 05 کړم عشقه بړبوکۍ دې ناتمامه مسافت رو، رو به ورکېدم چې بيابان پاتې کېده 06 ای عشقه کړو اخر دې هم وحشت د چوتي يار دا ستا چې سلامت ترې نه گرېوان پاتې کېده 07 ای درېغه پسرلی چې د ځوانۍ وی همېشه حمزه چې دې تر عمره غزل خوان پاتې کېده د قاموس مانا × اصلي کلمه