غزل
فراموش مې دی د ستا په مينه ځا
رحمان بابافراموش مې دی د ستا په مينه ځا
ځان لا څه دی بلکې عيش جاودان
لکه زه چې ستا د در په خاورو خوښ يم
هومره عيش و طرب نه لري شاهان
لکه زه چې ستا د غم پنډونه اخلم
هومره پنډ اخيستی نه شي پهلوان
هسې بې سر و سامان يم ستا په عشق کې
چې اگاه نه يم په سر او په سامان
هسې بې شرابو مست يم ستا په مينه
چې خبر نه يم په ځمکه په اسمان
دا په څه رنگ شي چې ته دکال وعده کړې
په ما نه تېرېږي بې تا يو زمان
تمامي عمر د ستا په طلب ورک يم
لټوم دې په هر ښهر په بيابان
طفلان هم په يو دوه کاله سخندان شي
رحمان زوړ شه ولې نه شه سخندان