غزل
گاه په غارمه شوځې گهې رېږدې په ساړۀ
رحمان باباگاه په غارمه شوځې گهې رېږدې په ساړۀ
کله مري له لوږې کله مرې په ډېر خواړۀ
واړه په غوغا دي چې راغلي په دنيا دي
نه يې هغه وږي په قرار دي نه ماړۀ
کله لاس په سر خپله کېږدي تواضع کا
کله وبله کېږدي لاس په توره په چاړه
خاورې د آدم چې خمير کړې فرښتگانو
درست يې په غمونو په دردونو ولاړۀ
څه شو که څوک نن ساعت واهه شي يا تاړه شي
پېښ به شي هغه هم په واهه هم په تاړه
څو به وي تندرسته دا زمونږه بنا سته
زه يې درمانده يم په پشتۍ په اخاړۀ
ښايي که څوک پس له مرگه خاندي په لحد کې
هر چا چې په دا ژوندون کې خپسر وژاړۀ
وينم واړه تلوني هېڅوک نه دي پاتې شوي
يون دی په دا لارې هم د ځوان يې طلبگار دي
زلفې د دلدار دي چې هرڅوک يې طلبگار دي
لوی دي که هلک دي که غټان دي که واړۀ
سخ د هغه چا دی چې په در کې يې قبول شي
زار د هغه چا دی چې له دره يې شاړۀ
ما عبدالرحمان غوندې ځواب کړ ورته سلو
خدای خبر چې کوم يو هغه تر کې ولاړۀ