غزل

گله ! ته چې زېبا يې ددې چمن يې

خوشحال خان خټک

گله ! ته چې زېبا يې ددې چمن يې

خار و خس وته په څه په خنديدن يې

د خپل ځان په قدر ولې نه پوهېږي

په دا باغ کې خو يو ته نازکبدن يې

د بلبلو ږغ به تل درباندې نه وي

کښليه گله! په وفا کې مبرهن يې

په خپل بوی د بلبلانو خاطر خوښ کړه

يو څو ورځې چې تازه په دا گلشن يې

که جفا دې چا ته وايم شمار يې نشته

په دا هومره ستمونو جان من يې

چې د يارله جوره چا وته ژړا کړې

د يارۍ بلا په تا شه دروغجن يې

په يارۍ پورې دې پېچمې کا خوشاله!

فکر ښه وکړه په چا باندې مين يې