غزل گله ! ته چې زېبا يې ددې چمن يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 گله ! ته چې زېبا يې ددې چمن يې خار و خس وته په څه په خنديدن يې 02 د خپل ځان په قدر ولې نه پوهېږي په دا باغ کې خو يو ته نازکبدن يې 03 د بلبلو ږغ به تل درباندې نه وي کښليه گله! په وفا کې مبرهن يې 04 په خپل بوی د بلبلانو خاطر خوښ کړه يو څو ورځې چې تازه په دا گلشن يې 05 که جفا دې چا ته وايم شمار يې نشته په دا هومره ستمونو جان من يې 06 چې د يارله جوره چا وته ژړا کړې د يارۍ بلا په تا شه دروغجن يې 07 په يارۍ پورې دې پېچمې کا خوشاله! فکر ښه وکړه په چا باندې مين يې Dictionary meaning × Headword