غزل
ګونګې جنون مې د پردۍ مینې په تور مه نیسه
عبدالباري جهانيزما په محراب کي بیګانه سجدي په زور مه نیسه
ماته نصیب د میني قبر پیښور ټاکلی
زه قلند ر یم راته لاری دلاهور مه نیسه
یوه ځوانې وه لکه ګل پر څانګه ورژیده
د پسرلې په هدیره کې راته کور مه نیسه
د لمر شغلې مې له وزره سره و اود لې
د خیال همای مې د تاریکو شپو به تور مه نیسه
لکه لښکر د پتنګانو بې فریاده سوځو
موږ د مجنون د سوو چیغو په پیغور مه نیسه
اوس که راځی د محتسب له سترګو پټه راځه
د دیدن لارې دبنګړو په شرنګ او شور مه نیسه
شپي د لیوانو د لښکرپه توره څو تیروې
د ما ر بچې دې ورته خپل لستو ڼی نور مه نیسه
په اشارو سره پوهیږو جا د وګر طبیبه
لاڅو هو ښیار یم پرهارونو ته می ا ور مه نیسه
د جهانې شپو ته لا خپل حبیب راغلی نه دې
درد ونه مه راویښوه ورته ټکور مه نیسه