غزل

گېډه وتړه په پړي سره کلکه

رحمان بابا

گېډه وتړه په پړي سره کلکه

د روټيه طمع مه که له فلکه

هر سايل چې سوال د نان کا له اسمانه

گوياغواړي په کچکول کې اوږمکه

له اسمانه چې څوک طمع د وفا کا

دغه طمع يې طاعون گڼه بې شکه

له بارانه سره هسې ږلۍ اوري

چې هر زخم يې بدتر وي تر ټوپکه

که په چا يې شفقت مرحمت وشي

ظلم جور به يې بدتر وي تر اوزبکه

موړ به نه شي هېڅ سړی بې قناعته

که يې خونه وي په سيم و په زر ډکه

بيا به نه مومي کمال بې کمينيه

که خېمه يې وي د عرش د پاسه لکه

که جهان په نور عالم باندې فراخ دی

په تنگ چشم باندې تنگ شه تر څپکه

ددې د هر په يارانو کې آب نشته

که يې غواړې تر سما و تر سمکه

ترشې اوښکې دعاشق آب و نمک دی

خدای دې نه کا څوک بې آب و بې نمکه

دا درازې اندېښنې مه کړه رحمانه!

د دنيا چارې په تله دي تر دمکه